22 هم د ايمان په وسيله کله چې د يوسف مرګ نزدې شو نو د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د وتلو هدايت يې وکړو او د خپلو هډُوکو د ښخولو په حقله يې حُکم ورکړو.
موسىٰ د يوسف هډُوکى د خپل ځان سره يوړل، لکه څنګه چې يوسف د بنى اِسرائيلو نه د دې د وړلو پوخ لوظ اخستے وو. يوسف فرمائيلى وُو، ”خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو مدد له راشى، نو بيا تاسو خامخا زما هډُوکى د دې ځائ نه د خپل ځان سره يوسئ.“
هغوئ په جلال کښې ښکاره شول او د هغۀ د مرګ په حقله يې خبرې وکړې چې په يروشلم کښې پوره کېدونکې وې.
د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو.
بنى اِسرائيلو چې د مِصر نه د يوسف کوم هډُوکى راوړى وُو نو هغوئ هغه د شِکم په هغه زمکه کښې ښخ کړل کومه چې يعقوب د شِکم د پلار د همور د زامنو نه د سپينو زرو په سلو سيکو باندې اخستې وه. دا هغه زمکه وه چې د يوسف د اولاد په ذريعه ميراث شوې وه.