21 هم د ايمان په وسيله يعقوب چې کله مړ کېدو د يوسف وړو زامنو ته يې برکت ورکړو او د خپلې امسا په سر يې د تکيه کولو سره سجده وکړه.
يعقوب ورته وفرمائيل، ”زما سره لوظ وکړه چې تۀ به هم دغه شان وکړې.“ نو يوسف ورسره لوظ وکړو. او يعقوب د خپل کټ په سر باندې سجده وکړه.
څۀ موده وروستو يوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منسى او اِفرائيم روان کړل او د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو.
بله خبره دا چې د دربار آفسران خپل بادشاه داؤد له عزت ورکولو دپاره دننه ورغلل او ورته يې ووئيل، ستا خُدائ پاک دې سليمان ستا نه هم زيات مشهور کړى او د سليمان بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره شى. بيا داؤد بادشاه په خپل کټ کښې د عبادت دپاره ټيټ شو.