2 په حقيقت کښې زمونږ مشرانو د ايمان په وسيله د خُدائ پاک قبوليت حاصل کړو.
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.
د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو.
د ايمان په وسيله د خُدائ پاک دپاره هابيل د قائِن نه بهتره قربانى پېش کړه، او هم د دې په وسيله هغه د صادق په توګه منظور شو، او خُدائ پاک په خپله د هغۀ قربانى قبوله کړه، هغه مړ هم شو، خو د خپل ايمان په وسيله هغۀ زمونږ دپاره يو مثال پېش کړو.