19 ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو.
اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې انښتے وو. هغه لاړو او راوې نيوو او د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدونکې قربانۍ په توګه پېش کړو.
زۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى.
کله چې هغه کور ته دننه شو نو هغه ړاندۀ سړى ورله راغلل او عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې يقين لرئ چې، زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“
خو د آدم نه تر موسىٰ پورې مرګ په دُنيا غالب وو په هغه چا هم چې د آدم په شان ګناه يې نۀ وه کړې، آدم د راتلونکى عيسىٰ دپاره يو نمونه وو.
د خُدائ پاک جلال دې وى څوک چې قادر دے او د هغه قدرت په وسيله چې په مونږ کښې کار کوى هغه زمونږ د منت او خيال نه ډېر زيات کار کولے شى،
ځکه چې مسيح هغه مقدس ځائ ته ورداخل نۀ شو چې په انسانى لاسونو جوړ وو چې د حقيقى عبادتخانې نقل وو، بلکې هغه په خپله په آسمان کښې داخل شو چې د خُدائ پاک په حضور کښې زمونږ دپاره حاضر شى.
دا خېمه د موجوده زمانې يو مِثال دے او په دې کښې داسې نذرونه او قربانۍ ورکړے شوې چې په هغې د عبادت کوونکى ضمير پاک کولے نۀ شو.