18 کۀ څۀ هم چې خُدائ پاک فرمائيلى وُو، ”چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“
خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے.
خو خُدائ پاک وفرمائيل، ”اِبراهيمه، د خپلې وينځې او د هلک په حقله مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.
او نۀ د اِبراهيم ټول اولاد د خُدائ پاک رښتينى بچى دى، خو صحيفې وائى چې، ”هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.