10 ځکه چې اِبراهيم د هغه مضبوط ښار ليدو اُميد ساتلو چې د منصوبې ماهر او جوړوونکے يې خُدائ پاک دے.
د فلستيه نه چې کوم پېغام وړُونکى مونږ له راځى نو هغوئ له څۀ جواب ورکړُو؟ مونږ به ورته وايو چې مالِک خُدائ صيون د دې دپاره محفوظ کړے دے، چې د هغۀ په خلقو کښې مظلومان هلته پناه واخلى.
زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟
ځکه چې مونږ ته دا پته ده چې زمونږ بدن لکه د دُنياوى خېمې په شان دے په کومه کښې چې مونږ اوسيږو او کله چې هغه راپرېوځى نو خُدائ پاک به مونږ ته په آسمان کښې ابدى کور راکړى کوم چې په انسانى لاسونو جوړ شوے نۀ وى.
خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو.
خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.
خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بېشمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.
نو چې مونږ ته داسې بادشاهى ملاوېدونکې ده چې هغه نۀ خوځېدونکې ده، نو راځئ چې شُکر ګزارى او په احترام او يرې سره خُدائ پاک ته خوښ عبادت وکړو.
ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.
ځکه چې د هر يو کور څوک نه څوک جوړونکے وى، خو د ټولو څيزونو جوړونکے خُدائ پاک دے.
ما پاک ښار، يعنې نوے يروشلم وليدلو چې د خُدائ پاک د طرفه د آسمان نه راکوزېدو، او دا داسې تيار کړے شوے وو لکه چې ناوې د خپل خاوند دپاره سنګار شوې وى.