6 په سوزېدلې نذرانه او د ګناه په نذرانه تۀ خوشحاله نۀ وې.
او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.
تۀ خو د چا نه قربانۍ او نذرانې نۀ غواړې، تا زۀ په دې خبره باندې پوهه کړم، د هيچا نه هم سوزېدونکې يا د ګناه نذرانې نۀ غواړې.
”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بېفائدې اور زما په قربانګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.
او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
ما سره هر څۀ شته او د ضرورت نه راسره زيات دى، او چې ستاسو رالېږلې ډالۍ مې د اِپفروديتوس نه واخستلې نو مطمئن شوم. دا هغه د خوشبويۍ نذرانه او قبوله قربانى ده چې د خُدائ پاک خوښه ده.
ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى.
سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بېشکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى.