26 کۀ چرې مونږ د حق د پېژندلو نه پس هم قصداً ګناهونه کوُو نو بيا زمونږ د ګناهونو دپاره د يوې قربانۍ هم څۀ فائده نشته.
کۀ چرې د اِسرائيلو ټول قوم ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،
چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.
خو هغه نوکر چې د خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم د هغۀ په مرضۍ عمل ونۀ کړى، هغه به سخت وهل وخورى.
اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو ړاندۀ وے نو ستاسو ګناه به نۀ وه خو اوس چې تاسو دا وايئ چې مونږ بينا يُو، نو په دې تاسو ګناه ګار پاتې شوئ.“
هر څوک چې دا جرأت وکړى او چې د قاضى يا د اِمام دا فېصله ونۀ منى نو هغه دې خامخا ووژلے شى، چې د بنى اِسرائيلو نه دا ګنده کار ختم شى.
او هغوئ څوک چې هلاکېدونکى دى نو هغه به يې په خپل شرارت سره دوکه کړى. ځکه چې نۀ هغوئ د حق سره مينه کوله او نۀ يې هغه حق منلو کوم چې هغوئ ته خلاصون ورکولو.
اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بېايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.
هغه غواړى چې ټول خلق خلاصون ومومى او د حقيقت عِلم ورته حاصل شى.
نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.
کۀ تاسو خپل ورور يا خور په داسې ګناه کولو ووينئ چې اَنجام يې مرګ نۀ وى، نو د هغوئ دپاره د خُدائ پاک نه دُعا وغواړئ او هغه به ورله ژوندون ورکړى. خو داسې ګناه هم شته چې اَنجام يې مرګ وى او زۀ دا نۀ وايم چې تاسو دې د هغوئ په حقله دُعا وغواړئ.
کۀ يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو کۀ يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه.