24 او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو.
بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى، کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.
صادقان د غريبانانو د حق خيال ساتى، خو بدکاران دغه شان سوچ او فکر نۀ کوى.
نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى.
خو خُدائ پاک هغۀ ته څۀ جواب ورکړو؟ ”ما د خپل ځان دپاره اووۀ زره سړى ساتلى دى چا چې بعل ته سجده نۀ ده کړې.“
څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.
څنګه چې زۀ په خپل هر کار کښې د هر چا د خوشحالولو کوشش کوم نو دا زۀ د خپلې فائدې دپاره نۀ کوم بلکې د نورو ډېرو دپاره يې کوم د دې دپاره چې هغوئ پرې خلاصون بيا مومى.
زۀ د کمزورو دپاره کمزورے شوم چې کمزورى راولم. ما خپل ځان د مختلفو خلقو په شان جوړ کړو نو چې په څۀ نا څۀ طريقې سره ځينې خلق بچ کړم.
زۀ د حُکم په طور دا نۀ وايم بلکې د دې دپاره چې زۀ د نورو د جوش مقابل کښې ستاسو د مينې رښتينوالے وآزمائيم.
ځکه چې زۀ ستاسو د سرګرمۍ نه خبر يم د هغې په وجه د مِکدونيه د خلقو په وړاندې زۀ په تاسو فخر کوم او وايم چې د اخيه خلق د تير کال نه تيار دى. او ستاسو جوش په هغوئ کښې ډېر خلق راوپارول.
زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى،
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو.
نو په دې وجه تاسو يو بل له ډاډ ورکوئ او يو بل جوړوئ، څنګه چې په حقيقت کښې تاسو هم دغه شان کوئ.
مونږ ته دا حق حاصل وو چې تاسو نه روټۍ وغواړو بلکې مونږ داسې ونۀ کړل او په کار کولو مونږ خپل ځان تاسو ته نمونه وګرځولو.
هغوئ دې نېکى کوى او په ښو کارونو کښې دې مالداره شى، او سخاوت دې کوى او مدد کولو ته دې تيار اوسى.
نو چې هغوئ ځوانانو ښځو ته دا ورزده کړى چې د خپلو خاوندانو او د خپلو بچو سره مينه کوى،
دا قابل اعتماد خبره ده او زۀ غواړم چې تۀ د دې خبرو تاکيد وکړې چې څوک په خُدائ پاک ايمان راوړى هغوئ دې خپل ځانونه په احتياط سره نېکو کارونو ته وقف کړى. دا خبره بهتره ده او د ټولو خلقو دپاره ګټوره ده.
د وروڼو او خوېندو په شان د يو بل سره مينه کوئ.
قېديان داسې يادوئ لکه چې تاسو ورسره په قېد کښې يئ، او چې د چا سره بد سلوکى کيږى، هغوئ داسې ګڼئ لکه چې تاسو سره په خپله بد سلوکى شوى وى.
بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى.
ګرانو بچو، مونږ دې صرف په خوله مينه نۀ کوُو، بلکې په رښتيا او په عملى طور دې کوُو.