2 کۀ چرې هغوئ مکمل پاکوالے ورکولے شو، نو دا قربانۍ به ختمې شوې وې او عبادت کوونکى به يو ځل د تل دپاره پاک شوى وُو نو بيا به هغوئ خپل ځان ګناه ګار نۀ ګڼلو.
څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے، نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى.
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“
تۀ به بيا په مونږ باندې مهربانه شې، تۀ به زمونږ ګناهونه د پښو لاندې کړې او زمونږ ټولې بېاِنصافۍ به د سمندر بېخ ته وغورزوې.
اے زما قومه، ما تاسو سره لوظ وکړو او د هغې تصديق د قربانۍ وينې سره وشو، د دې دپاره چې زۀ به ستاسو قېديان د اوچ کندو نه آزاد کړم.
او بيا دا هم فرمائى چې، ”زۀ به د هغوئ ګناهونه او بېشرعې کارونه نور بيا کله هم ياد نۀ کړم.“
نو کۀ څوک د خُدائ پاک د مرضى خيال ساتى او په ناحقه مصيبتونه او دردونه زغمى نو دا د هغۀ دپاره د خُدائ پاک فضل دے.