17 او بيا دا هم فرمائى چې، ”زۀ به د هغوئ ګناهونه او بېشرعې کارونه نور بيا کله هم ياد نۀ کړم.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه وخت راروان دے چې کله زۀ د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.
نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
او چې د هغوئ معافى شوې ده نو بيا نور د ګناهونو دپاره د قربانۍ پېش کولو حاجت نشته.
ځکه چې زۀ به د هغوئ په قصورونو رحم کوم او زۀ به نور د هغوئ ګناهونه هيڅکله نۀ يادوم.“