10 او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو.
”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.
او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.
خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې.
زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“
خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى.
خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو.
ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى.
هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه،
نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بېحرمتى کړى وى، او د فضل د روح بېعزتى يې کړى وى؟
ځکه خو کله چې مسيح دُنيا ته راغلو نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تا قربانى او نذرانه خوښه نۀ کړه بلکې تا زما دپاره يو بدن تيار کړو.
نو ځکه عيسىٰ هم د ښار د دروازې نه بهر تکليف وزغملو د دې دپاره چې د خپلې وينې په وسيله خلق مقدس کړى.
ځکه هغه څوک چې پاکوونکے دے او هغوئ څوک چې پاکيږى د ټولو پلار يو دے، نو په هم دې وجه عيسىٰ هغوئ ته په ورور او خور وئيلو نۀ شرميږى.
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى
کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.
او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.
هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.
نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.
نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى. هغه په جسمانى توګه مړ کړے شو خو په روحانى توګه ژوندے کړے شو.
عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے. او روحُ القُدس د دې خبرې ګواهى کوى ځکه چې روحُ القُدس حقيقت دے.