Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عبرانيان 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه، ستا تخت به تل تر تله وى او د صداقت امسا ستا د بادشاهۍ امسا ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عبرانيان 1:8
33 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائيلى دى، د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکى ما ته فرمائيلى دى، ”هغه بادشاه چې په اِنصاف سره بادشاهى کوى، کوم چې د خُدائ پاک په يره کښې بادشاهى کوى،


ستا بادشاهى د تل بادشاهى ده، ستا حکومت په ټولو نسلونو کښې پاتې کېدونکے دے. مالِک خُدائ په خپلو ټولو وعدو وفادار دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.


د هغۀ په ورځو کښې به صادقان آباد وى، ترڅو چې په آسمان کښې سپوږمۍ وى نو تر هغه وخته به آباد وى.


او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى. تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے، تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.


خو د اِسرائيل ټول اولاد به د مالِک خُدائ په نظر کښې صادقان شى او په هغۀ به فخر کوى.“


ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانو‌ايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.


يرمياه ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې زۀ تاسو ته رښتيا ووايم، نو تاسو به ما مړ کړئ. او کۀ چرې زۀ تاسو ته نصيحت وکړم، نو تاسو به ما ته غوږ ونۀ نيسئ.“


خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“


دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“


ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.


”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانو‌ايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“


چې مونږ ټول عُمر په پاکۍ او په صداقت د هغۀ عبادت وکړُو.


زۀ او زما پلار يو يُو.“


يهوديانو ورله جواب ورکړو چې، ”مونږ تا د څۀ نېک کار په وجه نۀ سنګساروو خو د کُفر په سبب، ځکه چې تۀ خو صرف انسان يې او د خُدايئ دعوىٰ کوې.“


توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“


اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين.


ځکه چې هغه به تر هغې ضرور بادشاهى کوى ترڅو چې خپل ټول دشمنان د خپلو پښو لاندې کړى.


خو نۀ مونږ د عمونيانو علاقې ته لاړُو، نۀ د يبوق سيند غاړې ته، نۀ د غرونو مُلک ښارونو ته او نۀ بل نزدې يو ځائ ته لاړُو چرته چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د تلو نه منع کړى وُو.


په دُنيا کښې د يو قوم سره به هم ستاسو په شان ډېر برکتونه نۀ وى. نۀ به ستاسو يو کس او نۀ به ستاسو يو څاروے شنډ ګرځى.


په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.


په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ.


او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan