7 او د فرښتو په حقله فرمائى چې، ”هغه د خپلو فرښتو نه هواګانې جوړوى او د خپلو خادِمانو نه د اور شُغلې جوړوى.“
آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.
ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ته غوږ ونيسه چې هغه څۀ فرمائى. ما په آسمان کښې مالِک خُدائ وليدو چې په خپل تخت باندې ناست وو او خپلې ټولې فرښتې يې ښى او ګس طرف ته ولاړې وې.
کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناڅاپه يوه د اور جنګى ګاډۍ چې د اور آسونو راښکله د هغوئ مينځ ته راغله او يو زورَور باد الياس بره آسمان ته وخېژولو.
بيا هغۀ دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغۀ سترګې وغړوه نو چې هغه يې وګورى.“ مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او د اليشع نوکر چې بره وکتل نو وې ليدل چې د اليشع نه ګېرچاپېره غر د اور د آسونو او جنګى ګاډو نه ډک وُو.
هوا د هغۀ پېغام رسوونکى جوړيږى، او د اور لمبې د هغۀ خِدمتګارې دى.
د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو. دې هر يو خپل مخ په دوو وزرو باندې پټ کړے وو، په دوو وزرو باندې يې پښې پټې کړې وې او د دوو وزرو نه يې د الوتلو کار اخستلو.
او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول.
فرښتې راله جواب راکړو، ”دا د آسمان څلور روحونه دى، دا د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د حضور نه بهر راوتل.
ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟