ځکه چې خُدائ پاک کله هم کومې فرښتې ته دا نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما زوئ يې، او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ او بيا دا چې، ”زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى.“
او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.