5 ځکه چې خُدائ پاک کله هم کومې فرښتې ته دا نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما زوئ يې، او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ او بيا دا چې، ”زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى.“
زۀ به د هغۀ د پلار په شان يم او هغه به زما د زوئ په شان وى. کله چې هغه غلطى وکړى نو زۀ به هغۀ له د يو انسانى پلار په شان په چُوکه سزا ورکوم.
زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى. زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، چې هغه ما د دې دپاره لرې کړو چې تۀ بادشاه شې.
هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. هغه به زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم. هغه او د هغۀ اولاد به د تل دپاره په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوى.“
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې ستا زوئ سليمان هغه څوک دے چې هغه به زما کور جوړ کړى. هغه ما د دې دپاره خوښ کړے دے چې زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم.
زۀ بادشاه به د مالِک خُدائ د حُکم اِعلان وکړم، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.
خُدائ پاک دا وعده زمونږ دپاره، چې مونږ د هغوئ اولاد يُو، د عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندى کولو سره پوره کړله، لکه چې دا په دوېم زبور کښې ليکلى دى چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“
دغه شان مسيح هم د مشر اِمام عزت پخپله حاصل نۀ کړو بلکې هغه، هغه چا منتخب کړو چا چې ورته فرمائيلى وُو چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“