6 مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، لږ وخت پس به زۀ آسمان او دُنيا، سمندر او اوچه زمکه وخوځوم.
څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى،
زمکه باندې زلزله راغله ولړزېده، د ټولو غرونو بنيادونه وخوځېدل، زلزله ځکه پرې راغله چې هغه په غصه وو.
په لږ وخت کښې به فنا شى بدکاران، تاسو به يې لټون کوئ خو پېدا به نۀ شى بدکاران.
ډېر لږ وخت پس به زۀ تاسو له سزا درکول بند کړم او بيا به زۀ هغوئ ته غصه شم او تباه به يې کړم.
په هغه ورځ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج خپله غصه څرګندوم نو زۀ به آسمانونه ولړزوم او زمکه به د خپل ځائ نه وخوځى.
چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى.
لږ وخت پس به د لبنان ځنګل نه پټى جوړ شى او پټى به په ځنګل بدل شى.
په آسمان کښې ستورى به فنا شى. آسمان به داسې فنا شى لکه چې طومار راغونډولے شى او ستورى به داسې راوغورزيږى لکه د انګورو د بوټى نه اوچې پاڼې يا د اينځر د ونې نه اوچ اينځر راغورزيږى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، هغه وخت راتلونکے دے چې زۀ به خپله هغه مهربانه وعده پوره کړم چې کومه ما د يهوداه او د اِسرائيل سره کړې وه.
مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، بابل لکه د درمند په شان تيار دے او اوس هغه وخت رارسېدلے دے چې خلق هغه د پښو لاندې کړى هرکله چې د لو وخت شروع شى.“
زۀ په خپل غېرت او سخت قهر کښې دا فرمايم چې په هغه ورځ به د اِسرائيل په مُلک کښې يوه لويه زلزله راشى.
د سمندر کبان، د هوا مارغان، د صحرا ځناور، هر يو مخلوق کوم چې په زمکه باندې ګرځى، او د زمکې په مخ باندې ټول انسانان به زما په حضور کښې ولړزيږى. غرونه به اولټه شى، د غرونو څوکې به راونړيږى او هر يو دېوال به په زمکه راپرېوځى.
مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.
او زۀ به په آسمانونو او زمکه کښې حېرانونکى نښې يعنې وينه، اور او د لوګى برجۍ ښکاره کړم.
ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.
تر درې نيمو ورځو پورې به خلق، د هرې قبيلې، د هرې ژبې او د هر قوم نه د دوئ لاشونو ته ګورى او د دوئ د لاشونو د ښخولو اجازت به ورنۀ کړى.