Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د حضرت حجى نبى کِتاب 2:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 په تاسو کښې داسې څوک پاتې دى چا چې د خُدائ د دې کور مخکښې شان او شوکت ليدلے وو؟ دا تاسو ته اوس څنګه ښکارى؟ ولې دا تاسو ته هيڅ هم نۀ ښکارى څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د حضرت حجى نبى کِتاب 2:3
8 Iomraidhean Croise  

داؤد وفرمائيل چې، ”زما زوئ سليمان چې د مالِک خُدائ کوم کور جوړوى نو هغه دې خامخا د شان شوکت والا او په دُنيا کښې مشهور وى. خو هغه کم عُمره او ناتجربه‌کاره دے، نو زۀ به د هغې دپاره تيارے وکړم.“ نو داؤد د خپل مرګ نه مخکښې ډېر زيات سامان تيار کړو.


هغوئ وار په وار د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ”مالِک خُدائ مهربان دے او د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د همېشه دپاره ده.“ هر چا به په اوچت آواز سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ځکه چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کار شروع شوے وو.


چې کله د مالِک خُدائ د دې کور بنياد کېښودے شو نو کومو ډېرو بوډاګانو اِمامانو، ليويانو او د ډلو مشرانو چې د مالِک خُدائ هغه وړومبے کور ليدلے وو، نو په چغو يې وژړل. خو چې هلته نور کوم خلق وُو هغوئ د خوشحالۍ نه چغې وهلې.


ستا مقدس ښارونه تباه شوى دى، د صيون نه بيابان جوړ شوے دے، او د يروشلم نه کنډر جوړ شوے دے.


هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم.


د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. او زۀ به په دې ځائ کښې امن راولم. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan