Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د حضرت حجى نبى کِتاب 2:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به تا په هغه ورځ بوځم، زما خِدمت کوونکى زرُبابل د شلتى‌اېل زويه، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به تا لکه د خپل مهر د ګوتې په شان کړم، ځکه چې تۀ ما خوښ کړے يې. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د حضرت حجى نبى کِتاب 2:23
12 Iomraidhean Croise  

تا زمونږ دُعا داسې قبوله کړه چې تا زمونږ دپاره د صداقت حېرانونکې کارونه کړى دى، اے زمونږ خلاصونکيه زمونږ پاکه خُدايه. د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې، او تر لرې سمندرونو پورې تۀ د هر چا اُميد يې.


زما مينه په خپل زړۀ باندې لکه د مهر په شان ولګوه نه، او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه. ځکه چې مينه لکه د مرګ په شان زورَوره ده نه، او د هغۀ غېرت تر عالمِ ارواح پورې رسيږينه، او د مينې د اور شُغلې ډيرې زورَورې دينه.


دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.


ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.


مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے.


”دا زما خادِم دے چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. زۀ به خپل روح په هغۀ سورے کړم، او هغه به ټولو قومونو ته اِنصاف رسوى.


د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“


خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“


نو مسيح ته راشئ چې ژوندے کاڼے دے اګر کۀ بنى آدمو هغه رد کړے دے خو هغه غوره کړے شوے او د خُدائ پاک په نظر کښې قيمتى دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan