دا هغه څۀ دى چې مالِک قادر مطلق خُدائ يې صور ته فرمائى، آيا د سمندر ساحلى ځايونه به ستا د راغورزېدو د آواز په وجه د يرې نه ونۀ لړزيږى کله چې زخميان چغې سورې وهى او په تا کښې خلق حلاليږى؟
مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.