20 په هم هغه ورځ د هغې مياشتې په څليريشتمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په دوېم ځل په حجى نازل شو چې،
کله چې د شلتىاېل زوئ زرُبابل او د يوصدق زوئ يشوَع د هغوئ پېغام واورېدو، نو هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور بيا جوړول شروع کړل او د خُدائ پاک هغه دوه پېغمبران د هغوئ سره وُو او د هغوئ مدد يې کولو.
د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتىاېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.
دا کار د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په څليريشتمه ورځ شروع شو.
د اوومې مياشتې په يويشتمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په حجى پېغمبر نازل شو چې،
په څليريشتمه ورځ د نهمې مياشت، د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د مالِک خُدائ کلام په حجى پېغمبر نازل شو،
د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ د دوېم کال په اتمه مياشت، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه پېغمبر، د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو،
د داريوس د سلطنت په څلورم کال، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه نازل شو د نهمې مياشتې په څلورمه ورځ د کِسليو په مياشت کښې.