Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د حضرت حجى نبى کِتاب 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 بيا حجى وفرمائيل، ”زما په نظر کښې د دې خلقو او د دې قوم هم دا حال دے. مالِک خُدائ فرمائى چې، دوئ چې څۀ کوى او څۀ قربانى کوى هغه ناپاک دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د حضرت حجى نبى کِتاب 2:14
11 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.


د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.


مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده.


خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى.


خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.


هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے.


د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بې‌ايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.


ځينې د اور لمبو نه راوچت کړئ او بچ يې کړئ، او په يرې سره په ځينې خلقو رحم کوئ، او د هغۀ د هغه ګناه نه نفرت کوئ په کوم چې هغه تور شوے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan