13 بيا حجى وفرمائيل، ”کۀ چرې يو سړے د مړى سره په لګېدو باندې ناپاک شى بيا کۀ هغه په دې کښې څۀ څيز سره ولګيږى، آيا دا به ناپاک شى؟“ ”آو،“ اِمامانو جواب ورکړو، ”دا به ناپاک شى.“
څنګه چې مړۀ مچان خوشبودار عطر خرابوى نو داسې لږ شان کم عقلتوب ډېر حِکمت او عزت خرابولے شى.
هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے.