Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د حضرت حجى نبى کِتاب 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بره غر ته لاړ شئ او لرګى ترې لاندې راوړئ، او زما کور جوړ کړئ، نو چې زۀ پرې خوشحاله شم او عزتمند شم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د حضرت حجى نبى کِتاب 1:8
21 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو.


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.


نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ. د مالِک خُدائ کور جوړول شروع کړئ، نو چې تاسو په هغې کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه نور ټول مقدس سامان کېږدئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعماليږى.“


ځکه چې دا ما خوښ کړے دے او دا مې د دې دپاره پاک ګرځولے دے چې دلته به د تل دپاره زما عبادت کيږى. زۀ به په دې باندې نظر ساتم او تل به يې حِفاظت کوم.


خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل.


دېوالونه به داسې جوړولے شى چې درې ردې د لويو کاڼو وى او په يوه رَده کښې د لرګى تختې لګولے شوى وى. دا ټوله خرچه به شاهى خزانه ورکوى.


هلته به بنى اِسرائيل زما سره ملاقات وکړى او زما د حضور جلال به هغه ځائ مقدس کړى.


د لبنان شان او شوکت به تا له راشى. د نختر، د صُندل او د سبر ونې به تا له راشى چې زما کور ښائسته کړے شى او داسې به زۀ خپل کور له جلال ورکوم.


د قيدار ټولې ګډې چېلۍ به تا له راوستے شى، او د نبايوت ټول ګډان به ستا خِدمت دپاره حاضر کړے شى. زۀ به په قربان ګاه د هغوئ قربانيانې قبولې کړم او خپلې عبادتخانې له به شان او شوکت ورکړم.


اوس به تاسو د هغې تسلۍ ورکولو والا سينې نه ښۀ په مړه ګېډه پئ وڅښئ، تاسو به د هغې ښائسته ډېرو پيو نه ښۀ خوند واخلئ.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې په خپلو کارونو ډېر غور کوئ.


زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. او زۀ به په دې ځائ کښې امن راولم. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan