3 بيا د مالِک خُدائ پېغام د حجى پېغمبر په ذريعه راغلو چې،
په هغه وخت کښې دوه پېغمبران حجى او د عدو زوئ زکرياه وُو. هغوئ په يهوداه او يروشلم کښې اوسېدونکو يهوديانو له د بنى اِسرائيلو هغه خُدائ پاک په نوم پېشګوئې ورکوله چې کوم د هغوئ دپاسه وو.
د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتىاېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.
”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، دا خلق وائى چې د مالِک خُدائ د کور بيا جوړولو وخت لا نۀ دے راغلے.“
”آيا تاسو ته دا ښۀ ښکارى چې زما کور کنډر پروت وى او تاسو په عالى شان کورونو کښې اوسېږئ؟
د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ د دوېم کال په اتمه مياشت، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه پېغمبر، د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو،