2 ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، دا خلق وائى چې د مالِک خُدائ د کور بيا جوړولو وخت لا نۀ دے راغلے.“
نو هغۀ يهويدع او نور اِمامان راوغوښتل او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو د مالِک خُدائ کور ولې نۀ دے مرمت کړے؟ تاسو به نورې پېسې نۀ اخلئ. د نن نه پس به دا صرف د مالِک خُدائ د کور په مرمت کښې استعمالولے شى.“
نو څنګه چې د ارتخششتا بادشاه خط رحُوم، شِمسى او د هغوئ ملګرو ته ولوستلے شو، نو هغوئ يروشلم ته تېز لاړل او يهوديان يې دې ته مجبور کړل چې د ښار بيا جوړول بند کړى.
د يهوداه خلقو يوه سندره لرله او هغوئ ووئيله، ”مونږ مزدوران کمزورى شوى يُو، دومره ماتې خَښتې به څنګه اوچتوُو. مونږ دا دېوال نن څنګه جوړ کړُو؟“
ناراسته وائى، ”بهر زمرے دے. کۀ چرې بهر ووځم نو هغه به مې په لار کښې ووژنى.“
څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.
هغه زميدار څوک چې د هوا رخ ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ کَرى. او هغه زميدار څوک چې وريځو ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ رېبى.
د مړ کولو او روغولو دپاره وخت مقرر وى، د راغورزولو او د آبادولو دپاره وخت مقرر وى.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتىاېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.
بيا د مالِک خُدائ پېغام د حجى پېغمبر په ذريعه راغلو چې،
خو هغه سړو ووئيل کوم چې د کالب سره تلى وُو، ”نه. مونږ تکړه نۀ يُو چې حمله ورباندې وکړُو، هغه خلق زمونږ نه زيات طاقتور دى.“