داؤد بادشاه خپل زوئ سليمان ته وفرمائيل، ”تکړه شه او اراده مضبوطه کړه. کار شروع کړه او چې ونۀ يرېږې او نه بېحوصلې شې. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به ستا مل وى. هغه به تا نۀ پرېږدى، خو هغه به تر هغې پورې تا سره وى چې د هغۀ يعنې د مالِک خُدائ د کور کار ختم شوے نۀ وى.
تاسو به دا جنګ نۀ کوئ. صِرف د جنګ دپاره صفونه جوړ کړئ او کلک ودرېږئ، تاسو به هغه فتح ووينئ کومه چې مالِک خُدائ درکوى. مۀ يرېږئ او مۀ بېحوصلې کېږئ. سبا د هغوئ خِلاف راوځئ او مالِک خُدائ به ستاسو مل وى.“
زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تا د دې خلقو په وړاندې د پيتلو قوى دېوال جوړ کړم. هغوئ به ستا خِلاف جنګ کوى، خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے، ځکه چې زۀ تا سره يم چې تا وساتم او خلاصون درکړم.
بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.
نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. او زۀ به هغه ټول قومونه مکمل تباه کړم چرته چې ما تاسو خوارۀ وارۀ کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بېسزا نۀ پرېږدم.