10 نو ځکه ستاسو په وجه، آسمانونو پرخه ورول او زمکې فصل کول بند کړل.
په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخىاب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“
کله چې تۀ باران ايسار کړې ځکه چې ستا خلقو به ستا خِلاف ګناه کړې وى او بيا چې کله هغوئ توبه وباسى او مخ دې کور ته کړى، ځکه چې تا سزا ورکړې وه،
نو په دې وجه د لَو په وخت کښې به زۀ د هغې نه خپل د فصل او د انګورو د ميو نعمتونه واپس واخلم او کومه وړۍ او لټه چې ما ورکړې وه چې بربنډه نۀ شى هغه به ترې واخلم.
زۀ به ستاسو غرور مات کړم، باران به نۀ وريږى او ستاسو زمکه به اوچه شى او د کاڼى په شان به سخته شى.
تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.