د حضرت حجى نبى کِتاب 1:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتىاېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو. Faic an caibideil |
د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.
کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ.