14 هغوئ د خوشحالۍ نه داسې چغې وهلې لکه چې غريبانان يې د څۀ مخالفت نه بغېر لوټ کړل. تا په خپلو نېزو د هغوئ سرونه مات کړل کله چې د هغۀ جنګيالو زمونږ د تس نس کولو دپاره په مونږ حمله وکړه.
پروت د کلو خوا کښې پټ په پټه اِنتظار کوى، وژنى بېګناه ګورى د ورايه پرې ګزار کوى.
وګوره ستا دشمنان راپارېدلى دى، او څوک چې تا نه نفرت کوى سرکشۍ سره راپاڅېدلى دى.
په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“
په آخر وخت کښې به د جنوب بادشاه هغۀ سره په جنګ شى، او د شمال بادشاه به د هغۀ خلاف د جنګى ګاډو او آسونو سوارو او ډېرو سمندرى کشتو سره راوځى. هغه به په ډېرو مُلکونو حمله وکړى او هغوئ به لکه د سېلاب غوندې ختم کړى.
بيا مالِک خُدائ به د هغوئ دپاسه راښکاره شى، د هغۀ غشى به لکه د برېښنا په شان ځليږى. مالِک خُدائ ربُ الافواج به بيګل وغږوى، هغه به د جنوب طرف طوفان کښې راشى.
کله چې د جدعون سړو بيګلې غږولې، نو مالِک خُدائ د دشمن لښکر دې ته جوړ کړو چې د خپلو تُورو سره په يو بل باندې حمله وکړى. هغوئ د بيتسِطه پورې د صريرات طرف ته او طبات ته نزدې ابيلمحوله پورې منډې وهلې.