13 تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.
نو داؤد بعلپراضيم ته لاړو او هلته يې فلستيانو له شکست ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زما د دشمنانو نه د سېلاب په شان ناڅاپه تېر شوے دے.“ نو د هغه ځائ نوم بعلپراضيم شو.
هغه فرمائى، ”زما غوره شوو خلقو ته څۀ ونۀ وايئ، او نۀ زما پېغمبرانو ته نقصان ورسوئ.“
هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو، او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.
هغه به د قومونو عدالت وکړى او د مړو به ډيرى ولګوى، او په زمکه به د ټولو بادشاهانو سرونه چخڼى کړى.
اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو، په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو. هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ، او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“
اوس زۀ په دې پوهېږم چې مالِک خُدائ به خپل غوره شوے بادشاه بچ کړى، هغه به د خپل پاک آسمان نه جواب ورکړى په خپل لوئ طاقت سره به يې هغه بچ کړى.
مالِک خُدائ خپلو خلقو له طاقت ورکوى، هغه د خپل مسح شوى بادشاه يوه محفوظه قلعه وى.
اے پاکه خُدايه، کله چې تۀ د خپلو خلقو لارښود وې، او په بيابان کښې د هغوئ په وړاندې روان وې،
تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.
موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.
بيا هغوئ ته هغه تېره زمانه راياده شوه کله چې موسىٰ د خپلو خلقو د مِصر نه راوتو کښې رهنمائى کوله. هغوئ چغه کړه، ”هغه چرته دے چا چې بنى اِسرائيل د سمندر نه پورې ويستل، چې موسىٰ د هغوئ شپون وو؟ هغه چرته دے چا چې خپل مقدس روح راولېږلو چې د هغۀ د خلقو په مينځ کښې وى؟
اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى.
زۀ به هغه دېوال راوغورزوم کوم چې تاسو چونه کړے دے او هغه به زۀ د زمکې سره هوار کړم او د هغۀ بنياد به څرګند کړم. کله چې هغه راغورزيږى نو تاسو به هم په کښې تباه شئ، نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
ما وليدل چې مالِک خُدائ د قربانګاه سره ولاړ وو. او هغۀ وفرمائيل چې، ”د عبادتګاه د ستنو پاس سرونه ووهئ چې بنيادونه يې ولړزيږى. د خلقو په سرونو يې ښکته راوغورزوئ، څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به زۀ په تُوره مړۀ کړم. يو به هم ونۀ تښتى، او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.
په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.
او هغوئ يشوَع ته راوستلے شول. يشوَع بيا د بنى اِسرائيلو ټول سړى راوغوښتل او هغه آفسرانو له يې حُکم ورکړو چې، ”راشئ او خپلې پښې د بادشاهانو په څټُونو باندې کېږدئ.“ او هغوئ ورله په څټُونو پښې کېښودې.
يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.
يشوَع هغه ټول ښارونه او د دې بادشاهان ونيول، هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ حُکم کړے وو.
مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.