10 غرونو تۀ وليدلې او ولړزېدل، د اوبو سېلابونه وبهېدل، ژورو اوبو شور جوړ کړو، او خپلې چپې يې اوچتې کړې.
تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.
کله چې هغه زمکې ته وګورى نو په لړزان شى، او چې غرونو له لاس وروړى نو په لوګى بدل شى.
د زمکې نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے د لويو سمندرونو مخلوقه او د ټولو سمندرونو لاندې بېخ کښې چې اوسېږئ.
اے مالِکه خُدايه ستا په حُکم او په چغه په رټلو بېخ د سمندر راښکاره شولو، او بنياد د زمکې راڅرګند شولو.
د څرند ځايونه د رمو نه ډک شو، او ټول پټى د دانو نه ډک شو. هر څيز نعرې وهى او د خوشحالۍ سندرې وائى.
هغۀ سمندر په وُچه زمکه باندې بدل کړو، نو هغوئ ښۀ خوشحالى وکړه کله چې پېدل په کښې تير شول.
اے مالِکه خُدايه، سمندرونه راپاڅېدلى دى، سيندونو شورونه جوړ کړى دى، سيندونو خپلې ناترسې چپې راپورته کړى دى.
ځنګلى ځناور، ګيدړان او شترمرغ به زما درناوے کوى، ځکه چې زۀ به په بيابان کښې اوبۀ ورکوم او په صحرا کښې به سيندونه روان کړم د دې دپاره چې خپلو خلقو له اوبۀ ورکړم.
تاسو به خوشحالۍ سره وځئ، او سلامتۍ سره به بوتلے شئ. غرونه او د غرونو غونډۍ به په تېز آواز سندرې وائى، او په پټى کښې ټولې ونې به د خوشحالۍ نه لاسونه پړقوى.
په غرونو باندې مې نظر واچولو نو دا خوځېدل او غونډو هم ټالونه خوړل.
غرونه د هغۀ لاندې ويلى کيږى، او وادۍ په مينځ شليږى، څنګه چې موم د اور په وړاندې ويلى کيږى، څنګه چې اوبۀ د اوچت ځايونو نه لاندې راځى.
د هغۀ د وړاندې غرونه لړزيږى، او غونډۍ ويلى کيږى. او زمکه د هغۀ په حضور کښې لړزيږى، دُنيا او هر هغه څوک چې په کښې اوسيږى.
هغه چې ودرېدو، او زمکه يې خوځوله، هغۀ کتل او قومونه يې لړزول. پخوانى غرونه ذرې ذرې کېدل، او د ډيرې زمانې غونډۍ راغورزېدلې. د شروع نه د هغۀ تلل داسې دى.
هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه. او زلزله راغله، ګټان وچاودل،
خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو او چپې داسې اوچتېدې چې په کشتۍ راواوړېدې. خو هغه اودۀ وو.
او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.
هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو چې کله د سيند د تل نه اوچې زمکې ته راوختل نو د اُردن په سيند کښې اوبۀ روانې شوې او د مخکښې په شان په موج کښې بهېدلې.
او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.
او آسمان داسې فنا شو لکه طومار چې بند کړے شى او هر غر او هره جزيره د خپله ځايه بېځايه شوه.