Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حبقُوق 2:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 ”افسوس په هغه چا چې خپله بادشاهى په ناجائزه ګټه جوړوى او خپله جاله په اوچت ځائ کښې جوړوى، د دې دپاره چې د تباهۍ د ګرفت نه بچ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حبقُوق 2:9
26 Iomraidhean Croise  

قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.


”ګورئ، دا هغه زورَور سپاهى دے چا چې د خُدائ په حفاظت يقين نۀ کولو، خو هغۀ په خپل ډېر مال دولت باندې يقين کولو، او نور هم زورَور شولو په شرارت کولو.“


تاسو لافې وهلې چې تاسو د مرګ سره لوظ کړے دے او د عالمِ ارواح سره مو تړون کړے دے. ستاسو دا يقين دے چې کله افت راشى نو تاسو به بچ شئ، ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې خپل دروغ او دوکه به تاسو بچ وساتى.


په تاسو افسوس، تاسو نور نور کورونه او پټى اخلئ. خو په آخر کښې به د نورو خلقو دپاره ځائ پاتې نۀ شى او صرف تاسو به په هغه مُلک کښې اوسېږئ.


هغه څوک چې په ناجائزه طريقې سره مال دولت راجمع کړى هغه د هغه تيتر په شان وى چې پردۍ هګۍ وشاربى کومې چې هغې اچولې نۀ وى، نو وروستو به د هغۀ نه ټول مال دولت لاړ شى، کله چې د هغۀ عمر نيم تېر شى نو د هغۀ مال دولت به د هغۀ نه والوځى او په آخر کښې به دے خپل ځان کم عقل ثابت کړى.


تاسو څوک چې په لبنان کښې اوسېږئ، او ځان ته مو د دِيار نه جاله جوړه کړې ده، تاسو به د دردونو په وجه داسې زبيرګى کوئ لکه چې يوه ښځه يې د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې کوى.“


ستا خپل دهشت او کوم کبر چې ستا په زړۀ کښې وو تۀ دوکه کړې، تاسو څوک چې د ګټانو په درزونو کښې اوسېږئ، او د غرونو اوچتې څوکې ستا په قبضه کښې دى. کۀ څۀ هم چې تۀ د باز په شان په اوچتو ځايونو کښې خپلې جالې جوړې کړې نو د هلته نه به زۀ تا لاندې راکوز کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


اے بابله، تۀ د ډېرو سيندونو په غاړه پروت ښار يې او د مال دولت او تجارت نه ډک يې، خو ستا اَنجام رارسېدلے دے، او ستا د ژوند تار شلېدلے دے.


کۀ بابليان آسمان ته هم وخېژى او هلته يوه مضبوطه قلعه جوړه کړى، نو زۀ به هلته هم دشمنان ورولېږم چې هغوئ چور کړى، مالِک خُدائ فرمائى.“


د هغۀ سرکارى آفسران لکه د ليوانو په شان خپل ښکار شلوى، هغوئ وينه تويوى او خلق وژنى چې بې‌اِنصافه ګټه وکړى.


خو تر دې کۀ تاسو د باز په شان اوچت هم والوځئ، او خپله جاله د ستورو سره جوړه کړئ، نو زۀ به هلته نه هم تاسو لاندې راولم، مالِک خُدائ فرمائى.


په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan