خو هر هغه څوک چې تاسو روغ تېروى هغوئ به روغ تېر کړے شى، او ستاسو ټول دشمنان به جلاوطن کړے شى. هر هغه څوک چې تاسو لوټ کوى هغوئ به لوټ کړے شى، او څوک چې په تاسو باندې حمله کوى په هغوئ باندې به حمله وکړے شى.
جنګ به د هغوئ خلاف د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ تباه کړى او په هغۀ کښې د نورو مُلکونو فوجيان به هم تباه کړى. او هغوئ به د ښځو په شان بُزدله شى. او جنګ به د هغوئ خزانې تباه کړى، او لوټ به يې کړى.
زۀ به د بابل معبود بيل بُت ته سزا ورکړم، او څۀ چې يې خوړلى دى هغه به پرې ګنډير کړم. قومونه به نور د هغۀ عبادت نۀ کوى. او د بابل دېوالونه به راوغورزيږى.
نو بيا به آسمان او زمکه او هر څۀ چې په کښې دى د بابل په شکست د خوشحالۍ چغې ووهى، ځکه چې د شمال نه به تباه کوونکى فوجيان په هغۀ حمله وکړى، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
تۀ د خپل ډېر زيات تجارت په وجه د ظلم زياتې نه ډک شوې او ګناه دې وکړه. نو ما بيا تۀ په بېعزتۍ سره د خُدائ پاک د غرۀ نه وشړلې، او ما تۀ اے حفاظت کوونکې فرښتې د هغه بلېدونکو کاڼو نه وشړلې.
هغوئ ته به ضرورت نۀ وى د پټو نه د خشاک راټولولو او نۀ به ورته د ځنګل د کټ کولو، ځکه چې هغوئ به وسلې د خشاک په طور استعمال کړى. او هغوئ به هغه لوټ کړى چا چې دوئ لوټ کړى وُو او هغوئ به تالا کړى چا چې دوئ تالا کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“
کوم ظلم چې تا لبنان سره وکړو هغه به تا له شکست درکړى، او کوم ظلم چې تا په ځناورو وکړو هغوئ به تا نه بدل واخلى. تا د انسان وينه تويه کړې ده، تا د زمکې په مخ کلى او ښارونه او په دې کښې ټول مخلوق تباه کړى دى.