Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حبقُوق 2:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حبقُوق 2:3
33 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې، چې بادشاه راورسېدو او وې وئيل، ”دا مصيبت د مالِک خُدائ نه په مونږ باندې راغلے دے. زۀ دې نور د مالِک خُدائ په طمع کښې ولې پاتې شم؟“


تۀ به راپاڅې او په صيون ښار به رحم وکړې، او هغه وخت رارسېدلے دے چې خپل احسان دې ورته ښکاره کړې، او مقرر شوے وخت رارسېدلے دے.


نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه، نو ډاډه شه او زړَور شه او د مالِک خُدائ په صبر او انتظار شه.


هم په هغه ورځ څلور سوه دېرش کاله پوره شول، چې د مالِک خُدائ د خلقو ټولې قبيلې د مِصر نه ووتلې.


خو مالِک خُدائ بيا هم په دې انتظار کښې دے چې په تاسو باندې رحم وکړى. هغه په تاسو باندې د رحم کولو دپاره تيار دے ځکه چې هغه وفادار خُدائ پاک دے. بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.


هغۀ ته ووايه چې، ويښ اوسه او په قلار شه او نۀ چې ويريږى او نۀ پرېشانه شى. د رضين بادشاه، شاميانو او د رملياه د زوئ غصه د اور د هغه دوو لرګو په شان هيڅ هم نۀ ده چې په مړ کېدو بدل وى.


زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.


ټول قومونه به د هغۀ خِدمت وکړى، او د هغۀ د زوئ او د نمسى به تر هغې پورې خِدمت کوى ترڅو چې د هغۀ د مُلک د ختمېدو دپاره مقرر شوے وخت نۀ وى راغلے. نو بيا به نور ډېر قومونه او لوئ بادشاهان راشى او بابليان به خپل غلامان جوړ کړى.


ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بې‌شکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“


په هغه ورځ به پېغام رسوونکى زما نه په کشتۍ کښې روان شى چې د ايتهوپيا مغروره خلق ويروى. د مِصر د تباهۍ په ورځ به هغوئ ډېر پرېشانه شى، په يقين سره هغه ورځ راروانه ده.


زۀ اوس راغلے يم چې تاسو ته دا تشريح کړم چې په راتلونکى وخت کښې به ستا خلقو سره څۀ کيږى، ځکه چې د دې رويا تعلق د راتلونکى وخت سره دے.“


نو دواړه بادشاهان به د شېطانۍ نه ډکو زړونو سره په يو مېز کښېنى او يو بل ته به دروغ ووائى، خو يو به هم کامياب نۀ شى ځکه چې خاتمه به بيا هم په خپل مقرر وخت راشى.


څۀ هوښياران به قتل کړے شى، د دې دپاره چې د آخر وخت پورې صفا، خالص او بې‌داغه کړے شى ځکه چې مقرر وخت راتلونکے دے.


کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ د دې دپاره راغلم چې تا ته ووايم چې وروستو د غضب په وخت کښې به څۀ وشى، ځکه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.


اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.


خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په دې وجه ما ته انتظار وکړئ، په کومه ورځ چې زۀ به ښکار ونيسم. ما فېصله کړې ده چې قومونه راغونډ کړم، بادشاهۍ رايوځائ کړم، او خپل قهر او سخته غصه پرې نازله کړم. زما د غېرتى قهر په اور به ټوله دُنيا وسوزى.


خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.


په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى.


هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.


پلار چې کوم وخت د هغوئ دپاره مقرر کړے دے نو تر هغه وخته پورې به هغوئ د هغه ساتونکى تابعدارى کوى.


او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.


مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan