2 بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکړو، ”زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى.
اوس لاړ شه او دا الفاظ په يو کِتاب کښې وليکه. چې دا د راروانو وختونو دپاره د تل دپاره يوه ګواهى شى.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د ليکلو دپاره يوه لويه تخته واخله او په هغې باندې صفا صفا دا وليکه چې، د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار.“
”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې فرمائى چې، ټولې هغه خبرې چې ما تا سره وکړې هغه په يو کِتاب کښې وليکه.
خو تۀ اے دانياله، دا کلام بند کړه او تر آخرى زمانې پورې پرې مهر ولګوه. ډېر خلق به اخوا ديخوا ګرځى چې خپل عِلم کښې اضافه وکړى.“
د بابل د بادشاه بيلشضر د بادشاهۍ په اول کال، دانيال چې کله په خپل کټ کښې پروت وو نو هغۀ خوب وليدو او په خوب کښې د هغۀ په خيالونو کښې يوه رويا راغله. هغۀ هغه څۀ وليکل کوم چې هغۀ په خوب کښې وليدل.
ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.
خو په جماعت کښې هغه پينځۀ مقصدى خبرې د دې نه بهترې ګڼم چې نورو ته ترې فائده ورسى، د هغه لس زره خبرو نه چې په نورو ژبو کښې يې وکړم.
نو زمونږ اُميد هم دا دے او په دې وجه په زړۀ ورتيا سره د زيرى اورولو خِدمت کوُو،
په کومو کاڼو باندې چې لېو شوے وى په هغې باندې د خُدائ پاک د قانون هره يوه خبره صفا صفا وليکئ.“
اوس دا سندره وليکه. دا د بنى اِسرائيلو خلقو ته وښايه او ور زده يې کړه، نو چې دا د هغوئ خِلاف د ګواه په شان وى.
نو هم په هغه ورځ موسىٰ دا سندره وليکله او په بنى اِسرائيلو باندې يې زده کړه.
نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بېشکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“
بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا وليکه چې، بختور دى هغه خلق چې د ګډُورى د وادۀ مېلمستيا ته رابللے شوى دى.“ او نور يې ووئيل چې، ”دا د خُدائ پاک برحق کلام دے.“