حبقُوق 2:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 د هغه بُت څۀ فائده ده، چې انسان تراشلے وى؟ يا هغه مجسمه چې د دروغو تعليم ورکوى؟ ځکه چې څوک دا جوړوى هغه په خپل جوړ کړى څيز اعتماد کوى، هغه جوړ کړى بُتان چې خبرې نۀ شى کولے. Faic an caibideil |
بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى.