د اسور بادشاه چې د دې دوو مُلکونو نه قېديان نيولى دى نو هغوئ به بربنډ بوځى. زلمى او بوډاګان به د څپلو نه بغېر او بربنډ روان وى، د هغوئ کوناټى به ښکارى، دا به د مِصر دپاره د شرم خبره وى.
مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے ما ته يې وفرمائيل، ”زما د لاس نه دا پيالۍ واخله چې زما د غضب د شرابو نه ډکه ده او ټولو قومونو ته چې زۀ تا استوم په هغوئ يې وڅښوه.
زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ.