13 آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟
کله چې داؤد خبر شو چې اخىتُفل په بغاوت کښې د ابىسلوم سره ملګرے شوے دے نو هغۀ داسې دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د اخىتُفل مشوره په کم عقلتوب بدله کړه.“
هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.
هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.
خو تاسو خلق څوک چې خپل ځانونه بَلو غشو سره وسله بند کړئ، نو هم د خپل اور د شغلو په رڼا کښې لاړ شئ. زما د لاس نه به تاسو ته هم دا اجر ملاويږى، تاسو به سخت درد کښې راپرېوځئ.
چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ.
مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د بابل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“
نو بيا هغوئ ته ووايه چې، دغه شان به بابليان ډوب شى او هيڅکله به بيا راوچت نۀ شى د هغه افت په وجه کوم چې زۀ په دوئ نازلوم. نو د هغۀ خلق به راوغورزيږى.“ د يرمياه خبرې دلته په دې ځائ باندې ختمې شوې.
ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.