12 افسوس په هغه چا څوک چې په وينه توېدو ښار آبادوى او په جرم باندې ښار قائموى.
د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې د بيتايل، حىاېل د يريحو ښار بيا جوړ کړو. کله چې حىاېل د يريحو بنياد کېښودو نو د هغۀ مشر زوئ ابيرام مړ شو او چې کله يې دروازې جوړې کړې نو د هغۀ کشر زوئ سجوب مړ شو، هم هغه شان لکه چې مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع په ذريعه د دې پېشګوئې کړې وه.
نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى د وينو تويولو په ښاريې يروشلم باندې. زۀ به هم ورته د اور بلولو دپاره لرګى ډېرے کړم.
څوک چې صيون په قتل عام جوړَوئ، او يروشلم په بدعملۍ جوړَوئ.
افسوس دې وى په وژونکى ښاريې، چې د دروغو او د لوټ شوى مال نه ډکه ده، کله هم د مظلومانو نه خالى شوى نۀ ده.
آيا هغوئ ټول به هغۀ ته په خندا او سپکه توګه پېغور ورنۀ کړى، او وائى به چې، ”په هغۀ دې افسوس وى څوک چې د غلا څيزونه جمع کوى او خپل ځان په قلنګ اخستلو سره مالداره کوى.“ دا به ترڅو پورې جارى وى؟
خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو.
په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“
او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.