11 د دېوالونو کاڼى به هم تا پسې چغې کړى، او په چت کښې د لرګى تيرونه به هم فرياد کوى.
بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى.
مالِک ته په زوره چغې ووهه، اے د نيازبين صيون لور دېوالونو، د اوښکو نِهرونه دې لکه د سېلاب په شان وبهيږى، په شپه او ورځ کښې دې وبهيږى. خپل ځان ته آرام مۀ ورکوه او په سترګو دې ژړا مۀ بندوه.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته وايم کۀ چرې هغوئ غلى پاتې شى نو کاڼى بوټى به په چغو سر شى.“
او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.
هغۀ ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”دا کاڼے به زمونږ ګواه وى. دې کاڼى هغه ټولې خبرې اورېدلې دى کومې چې مالِک خُدائ مونږ سره کړې دى. نو دا به ستاسو خِلاف يو ګواه وى، چې د خُدائ پاک خِلاف د سرکشۍ نه مو وساتى.“
هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“