Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حبقُوق 2:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 زۀ به څوکيدارۍ ته ودرېږم او په خپله به په برج باندې وخېژم، زۀ به ګورم چې هغه به ما ته څۀ وائى، او چې زۀ به د خپل شکايت څۀ جواب ورکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حبقُوق 2:1
23 Iomraidhean Croise  

داؤد ښار ته د ننوتو او بهر ته راوتو دروازو په مينځ کښې ناست وو. محافظ د دېوال سر ته وختلو او د دروازې په خولۀ کښې په چت باندې ودرېدو، هغۀ بهر وکتل او وې وليدل چې يو سړے يواځې منډې راوهى.


اِسرائيليانو په پټه باندې هغه کارونه وکړل کوم چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک منع کړى وُو. هغوئ د وړو ښارونو نه واخله تر پَخو ښارونو پورې د ځان دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې.


په يزرعيل کښې د څوکيدارۍ په برج کښې يو محافظ وو چې هغۀ ياهُو او د هغۀ فوجيان وليدل چې راروان وُو. هغۀ چغه کړه، ”ما يو څو سړى وليدل چې راروان دى.“ يورام ورته ووئيل، ”په آس سور يو سړے ورولېږه چې دا معلوم کړى چې خېر خو دے.“


نو اے کاش چې ما ته چا غوږ نيولے وے. زۀ ليکلى درکوم چې هره يوه خبره رښتيا ده. او قادر خُدائ دې زما فرياد واورى، او زما مخالفين دې ليکلے اِلزام راوړى چې زۀ يې وګورم.


زۀ به هغۀ له د خپل عمل حِساب کِتاب ورکړم، او د هغۀ په حضور کښې به زړَور ولاړ يم.


زما واوره سحر کښې زۀ تا ته آواز کوم، هر سحر کښې زۀ تا ته درخواست کوم مالِکه خُدايه ستا په طمع اِنتظار کوم.


زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم. ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره. خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.


بې‌شکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے، نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.


ګورم چې لوئ خوراک تياريږى، د خلقو د کښېناستو دپاره قالينونه غوړېدلى دى. هغوئ خوراک څښاک کوى، ”پاڅئ، اے آفسرانو، خپل ډالونه تيار کړئ.“


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”لاړ شه او يو محافظ ودروه او هر څيز چې هغه ګورى نو د هغې خبر به راوړى.


بيا څوکيدار آواز وکړو، ”مالِکه خُدايه، زۀ په خپل ځائ باندې د څوکيدارۍ دپاره شپه او ورځ ولاړ يم.


اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.


اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم. نو ما ته د مقدمې کولو اجازت راکړه، نو دا بدکاران ولې دومره ترقى کوى؟ او ولې ټول غداران دومره په آرام ژوند تېروى؟


بيا ما په تاسو باندې محافظان مقرر کړل چا چې به تاسو ته وئيل، د بيګل آواز ته غوږ ونيسئ. خو تاسو ووئيل چې، نه مونږ به ورته توجو نۀ ورکوو.


او راته يې وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره محافظ مقرر کړې، نو هغه کلام واوره کوم چې زۀ تا ته وايم او زما د خوا نه هغوئ ته خبردارے ورکړه.


اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره محافظ جوړ کړې، نو بيا هغه خبرې واوره کومې چې زۀ تا ته کوم نو زما د خوا نه تۀ هغوئ ته خبردارے ورکړه.


خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.


ځکه چې تاسو کوم ثبوت غواړئ چې مسيح زما په وسيله خبرې کوى هغه زۀ اوس تاسو له درکوم. هغه ستاسو د سمولو دپاره کمزورے نۀ دے بلکې هغه په تاسو کښې طاقتور دے.


چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېر‌يهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan