حبقُوق 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 زۀ بابليان راوچتوم، چې ظالمان او بېرحمه خلق دى. هغوئ په ټوله دُنيا کښې په مخه روان دى چې هغه ځايونه قبضه کړى چې د دوئ نۀ دى. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائى چې، زۀ به ستاسو د جنګ وسله کومه چې ستاسو په لاس کښې ده بېکاره کړم او ستاسو خلاف به يې استعمال کړم، کومه چې تاسو د جنګ دپاره د بابل د بادشاه او د بابل د خلقو خلاف به استعمالوئ څوک چې د دېوال نه اخوا دى او په تاسو حمله کوى. نو په حقيقت کښې به زۀ ستاسو دشمنان د دې ښار زړۀ ته راولم.
مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بېدردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“