Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حبقُوق 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 تۀ ولې ما دې ته جوړوې چې بې‌اِنصافى وګورم؟ تۀ ولې بد برداشت کوې؟ تباهى او ظلم، بحث مباحثى او اختلافات زما د وړاندې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حبقُوق 1:3
16 Iomraidhean Croise  

ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بې‌وسه دى.


چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى.


اے ضدى خلقو، ما ته غوږ ونيسئ څوک چې د خلاصون نه ډېر لرې يئ.


د اِسرائيل قوم د مالِک خُدائ ربُ الافواج د انګورو باغ دے، او د يهوداه خلق د انګورو هغه بوټى دى چې هغۀ په خوشحالۍ کَرلى دى. د هغۀ د دوئ نه طمع وه چې اِنصاف به کوى، خو په ځائ د دې هغوئ ظلمونه کول. هغۀ ترې نه د صداقت طمع لرله، خو په ځائ د دې هغۀ د ژړا چغې واورېدې.


نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى.


زۀ د مور د خېټې نه ولې دُنيا ته راغلم؟ د دې دپاره پېدا شوم چې په دُنيا کښې تکليفونه او کړاونه وګورم، او چې زما ژوند په بې‌عزتۍ کښې ختم شى؟


کله چې هم زۀ خپله خولۀ خلاصوم، نو بيا ضرور زۀ د ظلم او تباهۍ په حقله چغې سورې وهم. ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د کلام په وجه ټوله ورځ کنځل او بدې ردې تېروم او سپکولے شم.


خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


هغه يو صادق انسان چې په هغوئ کښې اوسېدلو هره ورځ د هغه صادق ژوند د هغوئ د بې‌شرعې کارونو د ليدلو او اورېدلو په وجه په عذابېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan