2 ترڅو به، اے مالِکه خُدايه، زۀ د مدد دپاره چغې وهم، خو تۀ جواب نۀ راکوې؟ زۀ درته د ظلم په حقله چغې وهم، خو تۀ مينځ ته نۀ راځې؟
ګوره، زۀ د فرياد چغې هم وهم، خو څوک ما له جواب نۀ شى راکولے، زۀ په زوره زوره چغې وهم، خو اِنصاف نشته.
خو ستا پاکه هستى پاس په تخت، اِسرائيليان کوى ستا ثناء صِفت.
ترڅو به بدکاران، مالِکه خُدايه، ترڅو به بدکاران خوشحالى کوى؟
تۀ ولې د هغه چا په شان يې چې ګنګس وى، او لکه د داسې فوجى په شان شوے يې چې څوک بچ کولے نۀ شى؟ اے مالِکه خُدايه، تۀ مونږ سره يې، او مونږ ستا نوم پورې تړلے شوى يُو، نو اوس مونږ مۀ پرېږده.“
تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله.
بيا د مالِک خُدائ فرښتې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تۀ به ترڅو پورې په يروشلم او د يهوداه په علاقو رحم نۀ کوې، چا ته چې تۀ د اويا کالو نه غصه يې؟“
هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“