14 تۀ انسانان د سمندر د کبانو په شان جوړوې، لکه څنګه چې د هغوئ سمندرى قبيلې حکمران نۀ لرى.
دوئ نۀ مشر لرى، او نۀ څوک آفسر او نۀ حکمران لرى،
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.
خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟
بدعمله دشمن هغوئ ټول په کُنډو سره راوباسى، هغوئ په خپل جال کښې رانيسى، هغوئ په خپل راښکوونکى جال کښې راجمع کوى، او بيا هغه خوشحالى کوى او خوشحاله وى.