تاسو بدعمله سړو د هغۀ نه هم زيات بد عمل کړے دے چې د هغۀ په خپل کور کښې يو بېګناه سړے مو په اودو وژلے دے. اوس به زۀ ستاسو نه د هغۀ د وژلو بدله واخلم او زۀ به تاسو د زمکې د مخ نه لرې کړم.“
ما د خرابو حالاتو په حقله يوه رويا يعنې د وېښې خوب ليدلے دے، ما وکتل چې دوکه باز دوکې کوى او تباه کار تباهى کوى. اے د عيلام لښکره، حمله وکړه. اے د مادى لښکره، ښار محاصره کړه. د بابل په وجه چې کوم مصيبت راغلے دے نو خُدائ پاک به هغه ختم کړى.