Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حبقُوق 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 بيا به هغوئ لکه د طوفان په شان د ځان سره هر څۀ جارُو کړى او تېر شى. دا ګناهګاران دى، د چا چې خپل طاقت د هغوئ معبود دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حبقُوق 1:11
10 Iomraidhean Croise  

د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.


د اسور بادشاه به په خپلو لافو کښې وئيل، ”دا هر څۀ ما په خپل لاس کړى دى، ځکه چې زۀ ډېر هوښيار يم. ما د قومونو په مينځ کښې سرحدونه ختم کړى دى او د هغوئ خزانې مې لوټ کړى دى او د يو تکړه غوَيى په شان مې د هغې بادشاهان تباه کړى دى.


په هغه ورځو کښې بنى اِسرائيل مالِک خُدائ ته مقدس خلق وُو او د هغۀ د فصل وړومبۍ مېوه وه. او چا به چې هغوئ ته نقصان رسولو نو هغوئ به ما مجرمان ګرځول او په هغوئ به مې مصيبتونه نازلول، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”خلقو ته ووايه چې د مړو لاشونه به په پټو کښې لکه د ډېران د سرې پراتۀ وى، او لکه د غنمو وږې په شان د لَوګرى شا ته اخوا ديخوا پراتۀ وى دغه شان به مړى هرې خوا ته پراتۀ وى او د راټولولو به يې څوک نۀ وى.“


بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“


خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.


په دې وجه هغه د خپل ښکار د جالونو عبادت کوى او په مخکښې ورته خوشبويۍ سوزوى، د خپل جال په وجه هغه ښۀ ژوند تېروى او د خوښې خوراکونه کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan