تاسو بدعمله سړو د هغۀ نه هم زيات بد عمل کړے دے چې د هغۀ په خپل کور کښې يو بېګناه سړے مو په اودو وژلے دے. اوس به زۀ ستاسو نه د هغۀ د وژلو بدله واخلم او زۀ به تاسو د زمکې د مخ نه لرې کړم.“
ستا او يواځې ستا خلاف مې ګناه کړې ده زۀ ګناه ګار يم، ما هغه کار کړے دے کوم چې ستا په نظر کښې بد دے. تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتينې وګرځې، او ستا عدالت زما په حق کښې ټيک دے.