Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 9:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 9:5
26 Iomraidhean Croise  

روبين ووئيل، ”ما تاسو ته وئيل چې هلک له تکليف مۀ ورکوئ، خو تاسو وانۀ ورېدل. او اوس به زمونږ نه د هغۀ د وينې حِساب غوښتے شى.“


تاسو بدعمله سړو د هغۀ نه هم زيات بد عمل کړے دے چې د هغۀ په خپل کور کښې يو بې‌ګناه سړے مو په اودو وژلے دے. اوس به زۀ ستاسو نه د هغۀ د وژلو بدله واخلم او زۀ به تاسو د زمکې د مخ نه لرې کړم.“


د خپل عقل نه کار واخله، هغه مۀ پرېږده چې سپين‌ږيرے شى او په خپل مرګ مړ شى.


څنګه چې د اخزياه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې ووئيل چې د شاهى خاندان ټول کسان دې ووژلے شى.


بادشاه هغه د وفادارۍ خِدمت هېر کړو چې د زکرياه پلار يهويدع د هغۀ دپاره کړے وو او هغۀ زکرياه ووژلو. کله چې زکرياه مړ کېدو، نو هغۀ چغه ووهله، ”مالِک خُدائ دې زما په حال نظر وکړى او زما بدل دې تا نه واخلى.“


د امون آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په محل کښې يې ووژلو.


د يهوداه خلقو د امون قاتِلان ووژل او د هغۀ زوئ يوسياه يې بادشاه جوړ کړو.


هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بې‌خبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بې‌خبره دے.


چې څوک يو کس ووهى او هغه وهلے شوے کس مړ شى نو هغه وهونکے به خامخا وژلے شى.


د هيچا په حقله دروغ مۀ خوروئ او کله چې د چا د ژوند مقدمه وى، کۀ هغه ستاسو د ګواهۍ په وجه بچ کېدے شى نو ګواهى ورکړئ. زۀ مالِک خُدائ يم.


هر څوک چې قتل وکړى نو هغه به وژلے شى،


هر څوک چې يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې ورکوى، خو هر څوک چې يو انسان ووژنى نو هغه به ووژلے شى.


خو، کۀ څوک د وسلې، کاڼى، يا د لرګى سره څوک ووژنى، نو هغه قاتِل دے، وبه وژلے شى.


يا يې په سوک ووهى، نو هغه د قتل مجرم دے او هغه به وژلے شى. د مړى د نزدې خپلوانو دا ذمه وارى ده چې قاتِل مړ کړى. هغوئ يې چې کله هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.


دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بې‌ګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربان‌ګاه په مينځ کښې مړ کړو.


هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل.


خو کۀ يو کس د خپل ګاونډى سره دشمنى وى او قصداً په هغۀ حمله وکړى او وې وژنى او بيا د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى،


نو په داسې حالت کښې دې د هغۀ د ښار مشران هغه راوغواړى او د هغه کس خپلوانو ته دې په حواله کړى کوم چې د قتل د بدل اخستلو خواهش کوى، نو چې هغوئ يې ووژنې.


نو داسې خُدائ پاک ابى‌مَلِک له د هغو بدو بدله ورکړه کوم بد چې هغۀ د خپل پلار خِلاف کړى وُو چې اويا وروڼه يې وژلى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan